کرکټ بورډ: ملي لوبډله له نوي روزونکي او فیزیوتراپېسټ سره پیاوړې شوه

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الرونډر جان موني د افغان اتلانو د ډګرساتنې د نوي روزونکي او دغه راز استرالیایی نیرملان تنابالزینګم د ملي لوبډلې د نوي فیزیوتراپېسټ یا ډاکټر په توګه وګماره.
د سرچینې په وینا،دواړه روزونکي اوسمهال د روان تمریناتي کمپ لپاره لوبډلې سره یو ځای شوي دي او راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره به هم د ملي لوبدلې سره مل وي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a583s