کرېکټ بورډ په ننګرهار کې د ۱۸ چټک توپاچوونکو روزنیز کمپ پیل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ په ننګرهار کې د ۱۸ تکړه چټک توپاچوونکو د مهارتونو، فزیکي چمتووالي او ډګر ساتنې د لوړولو لپاره ځانګړی تمریناتي کمپ د نوامبر په ۲۵مه پیل کړی چې د ډسمبر تر ۲۰مې به دوام ولري.
د کرېکټ بورډ په وینا، دغه کمپ د ننګرهار په نجیبالله ترهکي لوبغالي کې روان دی او موخه یې د ملي او الف لوبډلو لپاره د نویو بااستعداده چټک توپاچوونکو روزنه ده.
کمپ د ملي لوبډلې د توپاچونې روزونکي حمید حسن تر مشرۍ لاندې پرمخ ځي، چې ورسره یو شمېر کورني او بهرني روزونکي د لوبغاړو په تخنیکي او فزیکي برخو کار کوي. حمید حسن د کمپ هدفونه داسې بیان کړي: «موخه مو دا ده چې د ملي او الف لوبډلو لپاره بااستعداده تیز توپاچوونکي وروزو، خپلې تجربې ورسره شریکې کړو او داسې روزل شوې څېرې چمتو کړو چې راتلونکي کې د ملي لوبډلو برخه شي».
د کرېکټ بورډ له معلوماتو سره سم، له دې کمپ سره هممهاله د ظرفیت لوړونې څانګه هم په همدې لوبغالي کې د ملي او الف لوبډلو او د کورني کرېکټ د ۳۰ مخکښو لوبغاړو لپاره یو بل تمریناتي پروګرام پر مخ وړي.

