کرېکټ: د افغانستان؛ پاکستان او متحده عرب اماراتو لوبلرئ

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوريزه لوبو دری اړخيزه لوبلړۍ د روان کال د اګست پر ۲۹ د متحده عرب اماراتو په کوربتوب ترسره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلاميې له مخې سيالۍ به د متحده عرب اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي ترسره شي چې د سپټمبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي.
په دغو سياليو کې ټولې اووه لوبې کېږي. هر هېواد به له يوه بل سره دوه دوه لوبې کوي او يوه سيالي به پايلوبې وي.
د لوبو د مهالوېش له مخې لومړنۍ سيالي د افغانستان او پاکستان تر منځ ده.
دغه سيالۍ داسې مهال پلان شوې چې همدلته په اماراتو کې به د سپټمبر پر ۵ نېټه د اسيا کپ سيالۍ پيل او د سپتمبر تر ۲۱ به دوام وکړي. د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا، دغه لوبلړۍ به د اسيا جام لپاره په غوره چمتووالي کې مثبت رول ولري.