کعبه شریفه له فضا لکه قیمتي غمی داسې ځلېږي د ناسا ساینس‌پوه نادر انځور خپور کړ

هر کله چې له فضا د ځمکې خوا ته کتل کېږي نو ګڼې ښکلې طبیعي او قدرتي منظرې ښکاري چې په کې د انسانانو په لاس جوړې شوې ځینې ودانۍ لکه د مصر اهرامونه او د چین دیوال هم لیدل کېږي.

د دې تر څنګ د سعودي عربستان په مکه معظمه کې د اسلام سپېڅلې ودانۍ کعبه شریفه چې ډېره دنګه وداني نه ده خو بیا هم له فضا ډېره روښانه ښکاري.

سږ کال له فضا بېرته ځمکې ته ستانه شوي ساینسپوه او انځور اخیستونکي ډونلډ پېټټ چې د کال له ۳۶۰ ورځو ۲۲۰ هغه په فضا کې و داسې نادره انځور خپور کړی چې ډېر یې حیران کړي دي.

د امریکا د فضایي څیړنو د مرکز (ناسا) د دغه ساینسپوه دا ډېر لیدل شوی انځور د (بیت الله شریف) دی چې له بره د کوم کمساري قیمتي غمي په څېر ځلېږي.

نوموړي له دغه انځور سره لیکلي: له فضا د سعودي عرب د مکې ښار منظره ” په منځ کې ځلېدونکي ودانۍ د اسلام سپېڅلی ځای کعبه له ورایه ښکاري.”

کعبه چې د مسلمانانو قبله هم ده په نړۍ کې یو له هغو ځایونو ده چې تر ټولو ډېر زیارت کوونکي ورځي.

د امریکايي ساینسپوه دا انځور سلګونو خلکو بیا بیا خپور کړی او یو زیات شمېر کتونکي له دومره لېرې واټنه داسې ځلېدونکي منظرې هېښ کړي.

د دغې انځور له مشهورېدو وروسته د خواله رسنیو یو لوی شمېر کاروونکو د مصنوعي ځیرکتیا یا اې ای هم د دغې زړه راښکونکې ځلېدا په اړه پوښتي دي چې په ځواب کې یې اې ای ویلي ” دا ځلېدل د ډېرو روښانه څراغونو له کبله دي چې د شپې په تیاره کې له هر ځایه روښانه بریښي.”

لینک کوتاه

https://sarie.news/w517e
دکمه بازگشت به بالا