کمبوډیا له ټرمپ سره د اوربند تر ادعا وروسته هم له تایلنډ سره جګړه روانه ده

د کمبوډیا چارواکو ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې ادعا څو ساعته وروسته، چې ګواکې د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ اوربند شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.
د کمبوډیا د اطلاعاتو وزارت په وینا، د شنبې په سهار د تایلنډ ځواکونو د جنګي الوتکو په ګډون د لانجمنې پولې په اوږدو کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه کړي او تر اوسه یې بمبار نه دی درولی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د تایلنډ ځواکونه لا هم بریدونه روان ساتي او د جګړې د درولو هېڅ نښه نه ترسترګو کېږي.”
بل لور ته، د تایلنډ پوځ پر کمبوډیا تور لګولی، چې د ملکي سیمو په نښه کولو او د ځمکنیو ماینونو په ښخولو سره یې په پرله‌پسې ډول د نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.
دا په داسې مهال ده، ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه د تايلنډ او کمبوډيا له لومړيو وزيرانو سره تر ليدنې وروسته ویلي وو چې دواړه هېوادونه له همدې ورځې وروسته د «هر ډول بریدونو بندولو» پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w820e
دکمه بازگشت به بالا