کندز: د درې میاشتو په موده کې لسګونه وسلې او مهمات کشف او ضبط شول

د کندز امنیه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، امنيتي ځواکونو د تېرو درې میاشتو په لړ کې د مرکز او نهو ولسوالیو په کچه لسګونه میله بېلابېل ډوله وسلې او مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.
د ترهګرۍ پر وړاندې د يادې قوماندانۍ د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، نیول شوې وسلې او مهمات نن د اړوندو مسوولینو او رسنیو په شتون کې د اسلحو د ثبت یا بیتالمال کمیسیون ته وسپارل شوې.
د يادو مسوولينو په وينا، په دې تړاو ۱۲ تنه نيول شوي مظنونین د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/A627S