کندهار خاکریز کې د ورښتونو له امله یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي دي

کندهار ولایت کې د سختو ورښتونو له امله رامنځته شوې پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ریاست مسوولان وایي، پېښه د خاکریز ولسوالۍ د دومندي برمې په سیمه کې شوې، چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، وروستي ورښتونه د پېښې اصلي لامل بلل کېږي او سیمې ته د ژغورنې ډلې هم لېږل شوې وې.

د یاد ریاست مسوولانو ویلي، ورته طبیعي پېښو ته د چمتووالي لپاره هڅې روانې دي او له خلکو غوښتنه شوې، چې د ورښتونو پر مهال له خطرناکو سیمو ځانونه لېرې وساتي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2076e
دکمه بازگشت به بالا