کندهار د لارو تړل کېدو باوجود ۱۰ میلیونه ډالرو ارزښت انار صادر شوي

په کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه خبر ورکړی چې له پاکستان سره د سوداګریزو لاو تر تړل کېدو وروسته، له دغه ولایت څخه څه باندې ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، دغه صادرات په ځانګړي ډول هند، مالیزیا، قزاقستان، روسیه او ازبکستان هېوادونو ته شوي دي.
سرچینې وایي، د انار صادرات د کندهار ولایت د کرنیزو تولیداتو د ودې او د سیمهییز اقتصادي فعالیتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري. دوی زیاته کړې چې د سوداګریزو لاو د تړل کېدو پر مهال د انار صادرول د محلي بزګرانو لپاره د عاید سرچینه پاتې شوې او د ولایت اقتصاد ته یې مهمه ګټه رسولې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w701e

