کندهار: د وچ اينځر لومړنی صادارات هند ته ترسره شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي، چې د لومړي ځل لپاره له دغه ولایت څخه هند ته د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۰۰ ټنه وچ اينځر صادر شول.
د حقمل په وينا، یاد اينځر د یوه شخصي سوداګر له لوري په داسې مهال د ایران له لارې هند ته لېږدول کېږي، چې د هند او پاکستان د سیاسي اړیکو د خرابوالي له امله د «واګه بندر» د سوداګرۍ لپاره تړل شوی دی.
د کندهار وچ اينځر د ځانګړي کیفیت او خوږوالي له امله په نړیوالو بازارونو کې پراخ شهرت لري او د هېواد د مهمو صادراتي توکو له ډلې شمېرل کېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/A625S