کندهار له ۵ زرو زیات پسونه پاکستان ته د قاچاق پر مهال ضبط شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالي د کرنې او مالدارۍ مسوولینو او امنیتي ارګانونو په ګډو هڅو، په تېرو درېیو میاشتو کې پاکستان ته د ۵ زره او ۱۹۸ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د مسوولینو په وینا، یو شمېر کسانو هڅه کوله یاد پسونه د سپین بولدک د فرضي کرښې له لارې په ناقانونه ډول پاکستان ته ولېږدوي. د دې قضیې په تړاو لسګونه کسان نیول شوي او د نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې له نیول شویو پسونو څخه ۱۳۰۴ سره په تلې، ۳۷۰ سره په لړم او ۳۵۲۴ سره په ليندۍ میاشت کې ضبط شوي دي.

د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم د ۲۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه او مسوولین وایي، دا هڅې به لا پسې پیاوړې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s520n
دکمه بازگشت به بالا