کندهار له ۷۶۳ کروندګرو سره د اصلاح‌شویو تخمونو او سرې مرسته وشوه

د ا.ا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې په کندهار کې له ۷۶۳ کروندګرو سره د غنمو اصلاح‌شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوې ده.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا مرسته د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر «UNODC» په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ شوې ده.

سرچینې لیکلي چې د غنمو اصلاح‌شویو تخمونو او کیمیاوي سرې دا مرسته د کندهار ولایت د دریو ولسوالیو له کروندګرو سره شوې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څو ورځې مخکې هم خبر ورکړی و چې د پکتیکا په «ګیان» او «یحیی‌خېلو» ولسوالیو کې ۱۰۰۰ اړمنو کروندګرو ته د غنمو اصلاح‌شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوې وې.

یاد وزارت لیکلي وو چې هغه مرسته د «اکشن اېډ» موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ شوې وه.

همداراز د خوست او یو شمېر نورو ولایتونو له کروندګرو سره هم ورته مرستې شوې، او ترلاسه‌کوونکو د کرنې په برخه کې د دوی له دا ډول ملاتړ هرکلی کړی دی.

د ویلو ده چې د هېواد له کروندګرو سره د اصلاح‌شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته د کوکنارو د بدیل کښت په موخه کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A1333S
دکمه بازگشت به بالا