کندهار: ماشوم نبیل احمد د تښتونې له منګلو ژغورل شو، دوه تښتوونکي ونیول شول

د کندهار مسوولین وایي چې د کندهار ښار درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د نبیل احمد په نوم ماشوم د تښتوونکو له منګلو ژغورل شوی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ماشوم پرون تښتول شوی و چې نن ماسپښین د امنیتي او کشفي ارګانونو له لوري د درېیمې امنیتي حوزې اړوند قادري مېنې په یوه خالي کور کې پیدا شو او په تړاو یې دوه تښتوونکي نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې تښتوونکو د اختطاف شوي ماشوم له کورنۍ څخه د لس میلیون افغانی غوښتنه کړې وه.
تر دې مخکې هم لسګونه ماشومان د تښتوونکو له منګلو ژغورل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6310a