کندهار ۵۰ ټنه وطني مڼې له معیاري بسته‌بندۍ وروسته روسیې ته صادر شوې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، چې پنځوس ټنه وطني مڼې له معیاري بسته‌بندۍ وروسته د «کنډا فورټ» په نوم د یوې خصوصي کمپنۍ په همکارۍ د هرات د تورغنډۍ له لارې روسیې ته صادرې شوې دي.

حقمل زیاته کړې، چې د وطني مڼو دغه صادرات د هېواد د کرنې سکتور د پراختیا او د ځايي بزګرانو د عاید د لوړولو په موخه ترسره کېږي. نوموړي ټینګار وکړ، چې صادراتي میوې د نړیوالو معیارونو سره سم پاکې، معیاري او د ټرانسپورټ لپاره خوندي شوې دي، څو د بهرنیو بازارونو غوښتنې په بشپړ ډول پوره کړي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه، چې تر دې وړاندې د ۲۵۰ ټنو انارو صادرات هم له کندهاره روسیې ته پېل شوي وو او د هېواد کروندګر له دې لارې د خپلو تولیداتو لپاره نړیوال بازارونه ترلاسه کولای شي.

د کندهار د کرنې ریاست مسؤلینو ویلي، چې د مېوو د صادراتو روان پروګرام به د بزګرانو اقتصادي وضعیت ته مثبت اغېز وکړي، د کرنې سکتور ته وده ورکړي او د هېواد لپاره د بهرنیو عوایدو د سرچینو په زیاتولو کې مرسته وکړي.

دغه صادرات د افغانستان د کرنې سکتور د نړیوالو معیارونو سره د نږدې کولو او د کورنیو تولیداتو د صادراتو د پراخولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي. چارواکي هیله څرګندوي، چې په راتلونکي کې به نور محصولات هم نړیوالو بازارونو ته صادر شي او د افغان بزګرانو عاید به لوړ شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6983a
دکمه بازگشت به بالا