کندوز د دشت‌ارچي ولسوالۍ نوې اداري ودانۍ بشپړه شوه

ا.ا. د کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ولایت د «دشت‌ارچي» ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ بشپړه او د ګټې‌اخیستنې لپاره سپارل شوې ده.
دغه ودانۍ د شل میلیونو افغانیو په لګښت د کورنیو چارو وزارت د پراختیايي بوديجې له لارې جوړه شوې ده.

سرچینې په خپل راپور کې لیکلي چې نوې ودانۍ د خلکو او ادارې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د دولتي خدمتونو د چټک برابرولو او د اداري چارو د اسانتیا لپاره طرحه شوې ده.

د ودانۍ د پرانیستې مراسم د کندوز سیمه‌ییزو مسوولینو په ګډون ترسره شول.
چارواکو ویلي چې نوې ودانۍ د کارکوونکو لپاره معیاري کاري فضا برابروي او د خلکو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې وړتیا لوړوي.

د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په هېواد کې لسګونه ولسوالۍ نوې ودانیزې پروژې ترلاسه کړې، چې هدف یې په ولسوالیو کې د اداري خدمتونو منظمول او خلکو ته د اساسي امکاناتو برابرول دي.

اړوند چارواکي زیاتوي چې د هېواد د یو شمېر نورو ولسوالیو لپاره هم ورته ودانیز پلانونه جوړ شوي او د هغوی عملي کار به په نږدې راتلونکې کې پیل شي.

سرچینې ټینګار کوي چې دغه ودانۍ زیاتره د اسلامي امارت له ملي بوديجې څخه تمویلېږي او د خلکو خدمت د حکومت اصلي لومړیتوب دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w694e
دکمه بازگشت به بالا