کندوز سپین زر دولتي شرکت ۱۸ جریبه ځمکه منډوي ته ځانګړې کړه

د دولتي شرکتونو لوی ریاست وایي چې د یاد ریاست اړوند د کندوز سپین زر دولتي شرکت شاوخوا ۱۸ جریبه خپل ملکیت ځمکه د مال بازار منډوي په توګه سوداګرو او ښاریانو ته په اختیار کې ورکړې ده.
د دې ادارې د راپور له مخې چې دا اقدام د ښاریانو ستونزو ته په کتو او د ښاري نظم پراختیا په موخه د دغه ولایت د رهبرۍ سره په همغږۍ شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د کندوز سپینزر دولتي شرکت د مال بازار منډوي، د احاطوي دیوال، درې حلقې د څښاک اوبو څاه ګانو، د څارویو لپاره د اوبو څښلو ځایونو او د څارویو بارولو ساحې په لرلو سره ځایي سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
د دولتي شرکتونو لوی ریاست لیکلي چې په دې منډوي کې د کندوز سپین زر دولتي شرکت له لوري، د اوداسه او لمانځه د منظم سر پټي ځای د جوړولو چارې هم دوام لري.
بلخوا سوداګرو او ښاریانو د کندوز سپین زر دولتي شرکت له دې اقدام هرکلی کړی او په بېلابېلو برخو کې یې د دوی د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

