کنټاکي د پوهنتون مخې ډزې؛ یو محصل ووژل شو، امنیتي‌پلټنې روانې دي

پولیس وایي، کنټاکي ایالت کې د یوه دولتي پوهنتون مخې ته د ډزو په پېښه کې یو زده‌کوونکی ژوند له لاسه ورکړی او بل سخت ټپي شوی. د رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه د پوهنتون د لیلیې بهر شوې او امنیتي چارواکو یو کس د شکمن په توګه نیولی دی.

د نیویارک ټایمز په حواله، د پوهنتون ویاند تایید کړې چې نیول شوی کس زده‌کوونکی نه‌دی، خو دواړه قربانيان د ورته پوهنتون محصلین وو. پولیسو د دې لپاره چې څېړنې ګډوډ نه‌شي، نور جزئیات نه‌دي خپاره کړي او وایي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

چارواکي ټینګار کوي چې د پوهنتون ساحه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلکه څارل کېږي او هڅه روانه ده چې پېښه په بشپړ ډول روښانه شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w687e
دکمه بازگشت به بالا