کورنیو چارو وزارت: په ۷ ولایتونو کې ۲۴ کسان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت په اووه ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۲۴ کسانو له نیول کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غلا، ناقانونه وسلو لېږد او نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې دوه کسان د بلخ په مزارشریف ښار کې د ۱۳۵ زره افغانیو او یو سیټ موبایل د غلا په تړاو، درې کسان د هلمند په لښکرګاه ښار کې د ۸ زره ۴۰۰ ډالرو د غلا په تړاو، اته کسان په کندوز ولایت کې د موسیقۍ د الاتو د غږولو په تړاو، څلور کسان په هرات او دوه په فراه ولایت کې د ناقانونه وسلو د لېږد په تړاو، دوه کسان د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې او درې کسان په غزني ښار کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.

وزارت همداراز ویلي چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې درې میله وسلې هم کشف او ضبط شوې دي.

کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې هېچا ته به د عامه امنیت د ګډوډولو اجازه ورنه کړل شي.

دکمه بازگشت به بالا