کونړ : د جمعې په شپه ۵.۲ درجې زلزله وشوه، ټکانونه کابل کې هم احساس شول

د جمعې په شپه په کونړ او شاوخوا سیمو کې یو وار بیا زلزله شوې

د امریکا د جیولوژیکۍ سروې ادارې د دې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه دوه بللی دی.

د دې ادارې په اساس د دې زلزلې مرکز د اسعداباد لویدیځ ته څلوېښت کیلومتره لرې وو چې عمق یې لس کیلومتره بلل شوی.

د جرمني خبري اژانس راپور ورکړی چې د زلزلې ټکانونه ان په کابل کې هم حس شوي دي.

لا د احتمالي اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې هم د پنجشنبې په شپه او د جمعې سهار وختي په کونړ او ننګرهار کې پرله پسې زلزلې شوي چې لږ تر لږه څلوېښت کسان پکې ټپیان شوي دي.
دا زلزلې د اګست د ۳۱مې زورورې زلزلې څخه وروسته رامنځته شوي.

حکومت تایید کړې چې په هغې زلزله کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ کسان ټپيان دي.

د راپورونو له مخې د کونړ په ځینو لرو پرتو سیمو کې لا هم خلکو ته مرستې نه دي ورسېدلي او ویره یې شته چې مړي تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5252a
دکمه بازگشت به بالا