کونړ: د زلزلې د قربانیانو ژغورنې عملیات روان دي، لږ تر لږه ۸۰۰ مړه او ۲۵۰۰ ټپيان

د افغانستان له ختيځه راپورونه وايي، لا هم د کونړ لرې پرتو سیمو په کنډوالو کې د ژوندي پاتې شويو کسانو لټون روان دی.

د کونړ ولايت د طبعي پېښو سره د مبارزې مشر احسان الله احسان ويلي، “ټوله شپه دژغورنې عمليات روان وو”.

نوموړي زياته کړې چې، “لا هم په لرې پرتو کليو کې ټپيان پاتې دي چې بايد روغتونونو ته ولېږدول شي.”

د حکومت د چارواکو او د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۸۰۰ تنه مړه شوي او ۲۵۰۰ تنه نور ټپيان دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5137a
دکمه بازگشت به بالا