کونړ: د زلزلې قربانیانو لپاره د ۵۰ کورونو د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د زلزلې شهیدانو د کورنیو لپاره د ۳۵،۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۵۰ کورونو د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
اعلامیې د کونړ د والي د مرستیال، عبدالله حقاني له قوله لیکلي چې لومړنۍ مرستې زلزله ځپلو ته په وخت و رسول شوې او اوس ورته اساسي سرپنا جوړیږي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ۸۰ کورونو په ښارګوټي هم کار پیل شوی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6404a