کونړ زلزله‌ځپلو لپاره د ۵۰ کورونو رغونه جدي څارل کېږي

د اسلامي امارت د کور او ښار جوړونې وزارت مسؤولین وایي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي په چوکاټ کې د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د زلزله‌ځپلو پنځوس استوګنیزو کورونو د رغونې چارې تر جدي څارنې لاندې نیول شوي، څو ټولې ودانیزې برخې په تخنیکي معیارونو، کیفیت او د کارګرانو خوندیتوب ته په پوره پام سره پر مخ ولاړې شي.

په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه تازه ګامونه اخیستل شوي، څو د زلزله‌ځپلو کورونو د رغونې پروسه د طرحې مطابق او پرته له ځنډه روانه وساتل شي.

مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست رییس، څرګنده کړې:
«زموږ تخنیکي ټیم د نورګل او څوکۍ ولسوالیو په یادو سیمو کې د پنځوس استوګنیزو کورونو د جوړونې چارې وڅارلې. هدف دا دی چې بنسټونه، دېوالونه، کانکریټي کارونه، د موادو کیفیت او د کارګرانو خوندیتوب ټول اړخونه د معیار سره سم تطبیق شي.»

د حقاني په وینا، ډېری برخې د پلان مطابق روانې دي، خو په ځینو ساحو کې تخنیکي نیمګړتیاوې هم لیدل شوي چې د سمون لپاره سمدستي سپارښتنې ورکړل شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه کورونه هغو کورنیو ته جوړېږي چې د وروستیو زلزلو له امله یې استوګن ځایونه له منځه تللي. مسؤولین ټینګار کوي چې موخه دا ده چې متضررې کورنۍ په باکیفیته، خوندي او د دوام وړ کورونو کې د ژوند نوې مرحله پیل کړي، او ټولې ودانیزې چارې باید د تخنیکي اصولو پر بنسټ پلې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W603E
دکمه بازگشت به بالا