کونړ کې زلزله‌ځپلو ماشومانو ته لا هم سرپناه او زده‌کړې نه دي برابرې شوې.

د ماشومان د ژغورنې سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د کونړ زلزله‌ځپلو سیمو کې له شپږو میاشتو ډېر وخت تېرېدو سره سره لا هم د ویجاړو شوو کورونو او ښوونځیو د بیا رغونې بهیر نه دی بشپړ شوی، او زرګونه کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي. د یاد سازمان په وینا، شاوخوا ۲۵ زره ماشومان لا هم په لنډمهالو خیمو کې ژوند کوي او زده‌کړې ترسره کوي، هغه وضعیت چې د ژمي سړې هوا او نامناسبو شرایطو له امله د ماشومانو پر روغتیا او زده‌کړو منفي اغېز کړی دی.
راپور کې راغلي چې په ځینو سیمو کې درنې واورې خیمې زیانمنې کړې او نړولې دي، او په نورو ځایونو کې د تودوخې لپاره د لرګیو سوځولو له امله د اور لګېدو خطر زیات شوی، چې دا چاره د ماشومانو او کورنیو خوندیتوب ته جدي ګواښ بلل کېږي. سازمان خبرداری ورکړی چې که بیړنۍ مرستې او دایمي سرپناه برابره نه شي، نو د بشري ناورین احتمال به نور هم لوړ شي.
د معلوماتو له مخې، یادې زلزلې تر ۶۰۰ ډېر ټولګي ویجاړ یا زیانمن کړي، چې له امله یې نږدې ۱۷ زره زده‌کوونکي اړ شوي خپلې زده‌کړې په لنډمهالو او غیرمعیاري ټولګیو کې پر مخ یوسي. دغه وضعیت نه یوازې د زده‌کړو کیفیت کم کړی، بلکې د زده‌کوونکو رواني حالت او راتلونکی تعلیمي بهیر یې هم له خطر سره مخ کړی دی.
د ماشومان د ژغورنې سازمان ټینګار کړی چې بیړنۍ نړیواله پاملرنه، دایمي ښوونځي، خوندي سرپناه او د بیارغونې چټک اقدامات د زرګونو ماشومانو د ژوند او راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري، او له مرستندویو بنسټونو یې غوښتنه کړې چې د اغېزمنو کورنیو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q826q
دکمه بازگشت به بالا