کونړ ۷۶۰ کیلو له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي ضبط شول

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې کونړ ولایت کې خصوصي روغتیايي مرکزونو او خوراکي توکو پلورنځیو د څارنې پر مهال ۷۶۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد توکي د روغتیايي معیارونو خلاف موندل شوي او د خلکو روغتیا ته د جدي ګواښ له امله تر ضبط وروسته د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته لېږدول شوي دي.
عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د درملو او خوراکي توکو منظم کنټرول د خلکو د روغتیا د ساتنې لپاره اړین دی او په دې برخه کې به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د څارنې بهیر لا پیاوړی کړي.
مسوولینو له سوداګرو غوښتي چې د درملو او خوراکي توکو د واردولو، ساتنې او پلور پر مهال روغتیايي اصول په جدي توګه رعایت کړي او له نېټې تېر توکي له بازارونو لرې وساتي.
عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې د خلکو روغتیا یې لومړیتوب دی او د روغتیايي معیارونو پر وړاندې له هر ډول سرغړونې سره به قانوني چلند کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3491e
دکمه بازگشت به بالا