کوهاټ د پولیسو پر موټر تر برید وروسته د افغان کډوالو کمپ بېړني تخلیه شو

په کوهاټ سړک کې د افغان کډوالو د یوه کمپ ته څېرمه د پاکستان پولیسو پر موټر تر برید وروسته پوليسو او ځايي چارواکو د یاد کمپ د بېړنۍ تخليې امر کړی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دې پېښه کې د پولیسو موټر ته جدي زیان نه دی اوښتی او تر دې مهاله د ځاني زيان راپور هم نه دی ورکړل شوی.
د راپورونو له مخې، بریدګر له سیمې تښتېدلي او پولیس نه دي توانېدلي چې هغوی ونیسي.
دا پېښه په پاکستان کې د افغان کډوالو د مېشتو سیمو د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2141e
دکمه بازگشت به بالا