کوټه: د بلوچستان ملي ګوند غونډې وروسته چاودنه، ګڼ وژل شوي او ټپيان

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بلوچستان ملي ګوند (بي اېن اې) له غونډې وروسته چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپيان دي. د بلوچستان د روغتیا وزير بخت محمد کاکړ په وينا، ټپيان د درملنې لپاره د کوټې ملکي روغتون ته لېږدول شوي چې په وينا يې د ځينو حالت نازک دی.

ويل کېږي په چادونه کې د نورو ګوندو مشرانو ته زيان نه دی اوښتی خو د بلوچستان ملي ګوند مرکزي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی غړی مير احمد نواز بلوڅ ټپي شوي دي.

غونډه د بلوچستان د ملي ګوند د بنسټ اېښودونکي سردار عطا الله مېنګل د درېيم تلين په مناسبت جوړه شوې وه چې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي تر څنګ د بلوچستان ملي ګوند اوسني مشر سردار اختر مېنګل، د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي او نورو مشرانو ګډون کړی و.

د بلوچستان ملي ګوند مشر غلام نبي مري ويلي، چاودنه د کوټې شاهواني سټېډیم ته څېرمه هغه ځای شوې چې موټرونه په کې ولاړ وو. د نوموړي په وینا، چاودنه د غونډې له پايته رسېدو شاوخوا لس پنځلس دقيقې وروسته وشوه.

ښاغلي مري ويلي، د چاودنې پر مهال ګڼ خلک له غونډې د وتلو په حال کې وو. نوموړي ادعا وکړه چې دا ځانمرګی بريد و. د پوليسو يوه جګپوړي چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط دا ځانمرګی برید بللی خو تراوسه په رسمي ډول د دې پخلی نه دی شوی.

په همدې مهال د بلوچستان اعلی وزير د پېښې له غندلو سره د پلټنو امر کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5169a
دکمه بازگشت به بالا