کډوالو وزارت: په ترکیه کې د افغان کډوالو ملاتړ او د قانوني ستونزو حل ټینګار وشو

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د افغان – ترک ټولنې له رییس علاءالدین اولګر او یو شمېر ترکي سوداګرو سره وکتل.
ښاغلي علاءالدین د افغان – ترک ټولنې د جوړېدو او کړنو موخه له ښاغلي راشد سره شریکه کړه او په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
ورته مهال د کډوالو وزارت مرستیال ویلي، چې په قانوني توګه دې په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وشي.
ښاغلي راشد دغه راز په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو په هر اړخیزه ملاتړ او همکارۍ ټینګار کړی او په خپله خوښه او عزتمند ډول یې له ترکیې څخه د افغان کډوالو د راستنېدو غوښتنه کړې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/A635S