کډوال بېرته هېواد ته: ۱۲۴۵ کورنۍ له ټولو اړينو خدمتونو سره راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو څخه ۱۲۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۱۹ کسانو ته رسېږي، په اجباري توګه بېرته هېواد ته راستانه او ټول اړين خدمتونه ورته برابر شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، راستنو شویو کډوالو ته د ثبت او بایومټریک ترڅنګ، د ټرانسپورټ، مالي مرستو، روغتیايي او عامه پوهاوي په برخو کې خدمتونه برابر شوي دي. د مسوولينو په وينا، ۹۷۶ کورنۍ چې ۵۵۹۱ تنه کېږي، خپلو ولايتونو ته لېږدول شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4916a
دکمه بازگشت به بالا