یوناما معلولین یوازې د مرستې وړ نه، بلکې د ټولنیز پرمختګ برخه ګڼل کېږي

د معلولیت لرونکو کسانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت یوناما په خپره شوې اعلامیه کې ویلي معلولیت لرونکي وګړي یوازې د مرستو ترلاسه کوونکي نه دي، بلکې د افغانستان په ټولنیز، کلتوري او اقتصادي پرمختګ کې فعال نقش لري. اعلامیه ټینګار کوي چې د جګړو، بې‌ځایه کېدو او ستونزمنو شرایطو له امله په هېواد کې د معلولیت کچه لوړه شوې، او اړینه ده چې معلولیت لرونکي وګړي د سیاست جوړونې، پروګرامونو طرحې او پرېکړو په هر پړاو کې اساسي ونډه ولري.

یوناما زیاتوي چې د برابر مشارکت تضمین نه یوازې د انساني حقونو غوښتنه ده، بلکې د ټولنې د پیاوړتیا لپاره مهم اصل ګڼل کېږي. په اعلامیه کې ویل شوي ملګري ملتونه به د معلولیت د شمولیت سټراټیژۍ پلي کول جاري ساتي، څو د معلولیت لرونکو کسانو غږ واورېدل شي، اړتیاوې یې په ملي تګلارو کې منعکسې شي او خدماتو ته د هغوی لاسرسی لا مناسب شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w429e
دکمه بازگشت به بالا