یوناما نړیوال دې د غور جام څلی د نړېدو له ګواښ څخه وژغوري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) مرستیال، اندریکا راټواټه، د غور ولایت د تاریخي او فرهنګي ارزښت لرونکي ځایونو د ارزونې په موخه دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې پر نړۍوالو غږ کړی چې د غور جام څلی د نړېدو له ګواښ څخه وژغوري.
ښاغلي راټواټه د یونېسکو په رسمي اېکس پاڼه خپاره شوي بیان کې ویلي، دغه څلی د افغانستان د غني کلتوري میراث یوه ځانګړې نښه او د نړۍ د پام وړ تاریخي شتمني ده، چې د ساتنې او خوندي کولو لپاره عاجلې نړیوالې هڅې اړینې دي.
د هغه په خبره، غور جام څلی نه یوازې د تاریخي او فرهنګي اهمیت لرونکی دی، بلکې د سیمهییزو خلکو د هویت او فرهنګي میراث څرګندوی هم دی. هغه ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ او د دولت او ځایي خلکو همکاري د دې تاریخي شتمنۍ د خوندي کولو لپاره حیاتي اهمیت لري.
یونېسکو په دې اړه هم خبرداری ورکړی چې د افغانستان د غني کلتوري او تاریخي میراثونو ساتنه د ملي هویت د خوندي کولو او د نړۍوالو لپاره د فرهنګي ارزښت د ساتنې په برخه کې بنسټیزه ده. د دغې ادارې له نظره، د دې میراثونو د ساتنې لپاره باید په سیمه کې د بیړنیو اقداماتو پلانونه عملي شي او نړیواله مرسته لا پسې جدي شي.
د غور جام څلی د افغانستان یو له مهمو تاریخي او کلتوري میراثونو څخه ګڼل کېږي او که چیرې د ساتنې لپاره لازم اقدامات و نه شي، ښايي د وخت په تېریدو سره د نړېدو او تخریب سره مخ شي. د یوناما او یونېسکو د څرګندونو له مخې، د دې څلي د خوندي کولو لپاره باید هم ملي او هم نړیواله هڅه جدي او عاجله وي.

