یونان کې د کډوالو کښتۍ غرقه شوه ۱۸ مړي، د نورو لټون روان دی

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د یونان د سویلي ټاپو ترڅنګ د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د ساحلي ژغورنې یوه چارواکي ویلي، له کښتۍ څخه یوازې دوه تنه ژغورل شوي او نورو ټولو یې د پېښې پر مهال ژوند بایلی.

راپور زیاتوي چې د پېښې د علت معلومولو او د نورو احتمالي لادرکه کسانو د پلټنې لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.

بايد وويل شي، دا لومړی ځل نه دی چې داسې پېښه رامنځته کېږي، بلکې اروپا ته په لار تر دې وړاندې هم د ګڼو کډوالو کښتۍ په سمندرونو کې ډوبې شوې او په لسګونه کسانو خپل ژوند پکې بايللی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w514e
دکمه بازگشت به بالا