یونیسف: له دوه میلیاردو زیات خلک د څښاک پاکو اوبو له لاسرسي بې‌برخې دي

له ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې اوس‌‌مهال په ټوله نړۍ کې له دوه میلیاردو زیات وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي، چې په نړۍ کې له هرو ۴ تنو یو تن چې ټول ۲.۱ میلیارده کسان کیږي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a582s
دکمه بازگشت به بالا