یونیسېف: د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره اروپايي ټولنې مالي مرسته

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره (يونيسېف) وايي اروپايي ټولنې ورسره د بې ځایه شويو افغان ماشومانو د خونديتوب لپاره د نژدې ۱۲ میليونو ډالرو (۱۰ میليونه يورو) د مرستې اعلان کړی دی.

یونيسېف ويلي، دا مرسته په ځانګړې توګه د هغو افغان ماشومانو لپاره شوې چې له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته کډه کېږي.

د شمېرو له مخې په دې وروستيو کې ګڼ شمېر افغان کډوال له ګاونډيو هېوادونو ايستل شوي چې د يونيسېف په وینا نيم ميليون يې ماشومان دي.

ياده اداره وايي، له پاکستان او ايران څخه د بېرته راستنېدونکو د زياتوالي له کبله په افغانستان کې د ماشومانو د خونديتوب پر خدمتونو بې ساری فشار راغلی. هغه ماشومان چې يوازې سفر کوي له تاوتریخوالي، ناوړه ګټې اخيستنې او د نه پاملرنې له جدي ګواښونو سره مخ دي.

يونيسېف د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د همکارۍ د استازولۍ مشر اريک بيوم له خولې ويلي، “د دغه ملګرتيا له لارې زموږ موخه د بې ځايه شویو افغان ماشومانو لپاره د ملاتړ پياوړتيا ده.”

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4890a
دکمه بازگشت به بالا