یوې معتبرې سرچینې څرګنده کړې، چې د ازبکستان هېواد سره د هوايي او ځمکني کوریډور د قرارداد له لاسلیک وروسته، د کندهار ولایت شاوخوا ۳۲ زره ټنه انار د دې دهلېز له لارې بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.
د سرچینې په وینا، تر دې دمه د ۲ زره ټنه انارو د صادراتو رسمي قرارداد لاسلیک شوی، او د پاتې ۳۰ زره ټنو انارو د صادراتو هوکړې هم د نهایي کېدو په حال کې دي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې پرې لاسلیک وشي.

د صادراتو دا نوې لاره د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې یو مهم بدلون بلل کېږي، ځکه د ازبکستان له لارې د هوايي او ځمکني کوریډور پرانیستل به د افغان محصولاتو لپاره د منځنۍ آسیا، اروپایي هېوادونو او جنوبي آسیا بازارونو ته د لاسرسي نوې دروازې پرانیزي.
اقتصادي کارپوهان باور لري، چې د دې نوې دهلېز فعالېدل به نه یوازې د افغانستان د انارو، انګورو، ممپلیو او نورو زراعتي محصولاتو د صادراتو کچه لوړه کړي، بلکې د هېواد د کرنیز سکتور د ودې او د بزګرانو د عاید د زیاتوالي لپاره به هم مهم اغېز ولري.
یاده خبره په داسې حال کې کېږي، چې پرون د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو د پاکستان له حکومت سره د سوداګریزو اړیکو د بندېدو ګواښ کړی او له افغان پانګوالو یې غوښتنه کړې، چې خپلې پانګې له پاکستانه وباسي او د سیمې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې بدیلې لارې ولټوي.
شنونکي وایي، د ازبکستان له لارې د نوي دهلېز پرانیستل، د سیمهییزې اقتصادي خپلواکۍ په لور یو عملي ګام دی، چې کولی شي د افغانستان صادراتي ظرفیتونه پراخ او د بهرنیو لارو پر انحصار د پای ټکی کېږدي.

