۱۳۱ افغان کډوال له پاکستانه راستانه شول

د کندهار ولایت د سپین بولدک د کډوالو د لېږد امریت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۱۳۱ تنه افغان کډوال خوشې او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت د ياد امريت په حواله ويلي، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې ورځې څخه تر شپږو ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو.

مسوولین زیاتوي، خوشې شوي کسان د ثبت او د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4783a
دکمه بازگشت به بالا