۱۵۰۰ کورنۍ راستانه شوې: ټول اړین روغتیايي، نغدي او مخابراتي خدمتونه برابر شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د تېرې يوې ورځې په راپور کې ويلي، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه په اجباري توګه ۱۵۰۰ افغانې کورنۍ راستانه شوي چې ورته ټول اړین خدمتونو هم وړاندې شوي دي.

د همدې راپور له مخې، په ټولیز ډول ۱۴۹۴ کورنۍ چې ۸۵۸۴ تنه یې غړي کېږي، ثبت شوي او ۱۷۸۱ کورنۍ چې ۹۶۹۷ تنه یې غړي جوړوي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

په ورته مهال له ۱۶۰۷ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او ۱۱۸۱ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

راستانه شوي کډوال د هرات له اسلام‌کلا، د نیمروز له ورېښمو لارې، د کندهار له سپین بولدک، د ننګرهار له تورخم، د هلمند له بهرامچې او همداراز د کابل له مرکز څخه خپل مېنو ته لېږدول شوي دي.

چارواکو ټینګار کړی، چې د کډوالو د ثبت، لېږد، روغتیايي خدمتونو او مالي مرستو لړۍ به هم ورته دوام ولري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5994a
دکمه بازگشت به بالا