۱۷۵۵ ناقانونه تګ‌راتګ کوونکي په هرات کې نيول شوي

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو خبر ورکړی، چې نهمې او لسمې سرحدي لواګانو يې د عملياتو په ترڅ کې د هرات ولايت د غوريان او کهسان ولسواليو کې ۱۷۵۵ ناقانونه تلونکي کسان نيولي دي.
د يادې قول اردو د رسنيو دفتر وايي، چې دا کسان د تېرې يوې اوونۍ په د عملياتو پرمهال نيول شوي او تر لازمې څېړنې وروسته بېرته خپلو اړوندو سيمو ته لېږدول شوي دي.
د ويلو ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوند سرحدي لواګانې وخت نا وخت د پولو امنيت د ټينګښت او د ناقانونه تګ‌ــ‌راتګ د مخنيوي په موخه عمليات ترسره کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q169q
دکمه بازگشت به بالا