۷۲ ساعته وروسته هم د بریدونو شواهد نهدي خپاره شوي

د پاکستان د پوځ پخواني غړي او ژورنالیست عادل راجا په یوه تحلیل کې ویلي، شاوخوا ۷۲ ساعته وروسته هم پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ترسره شویو هوايي بریدونو په اړه د ادعا شویو «ترهګریزو هدفونو» د له منځه وړلو باور وړ اسناد نه دي خپاره کړي.
هغه وایي، برعکس د ملګرو ملتونو او بښنې نړۍوال سازمان په ګډون ځینو نړۍوالو سرچینو د شاوخوا ۲۰ ملکي وګړو د شهیدېدو راپور ورکړی دی.
راجا په دغه تحلیل کې زیاتوي، واشنګټن او اسلاماباد ادعا کوي چې داعش خراسان او ټيټيپي په افغانستان کې اډې لري، خو په دې اړه ښکاره او مستند شواهد محدود دي.
هغه همداراز یادونه کوي چې د داعش ځینې لوړپوړي غړي په خپله د پاکستان دننه نیول شوي یا وژل شوي دي او د ټيټيپي د مشر نور ولي محسود په اړه هم د پاکستان ادعاوې له حقیقت لرې وې.
عادل راجا ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باید له شفافیت او مستندو شواهدو سره مل وي، متضاد روایتونه به د سیمې بېثباتي لا زیاته کړي.
مننه اوس دا خبر دقیق جوړ کړه املا او ترتیب يي ښه روښانه جوړ کړه اوږد او د ژورناليستكي اصولو سره سم يي په جدي توګه جوړ کړه خپل نهای کوښښ وکړه
او املا د ژورناليستکي اصولو سره سم جدي جوړ کړه او د ( د ) لږ کړه
او متن بايد روان وي چې ښه وويل شي

