کې‌یر سټارمر د چین له ولسمشر سره د اړیکو پراختیا ټینګار وکړ

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د پنجشنبې په ورځ د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې لندن د ودې او امنیت پیاوړتیا لپاره له بیجېنګ سره د پراخو اړیکو د جوړولو هڅه کوي. ښاغلی سټارمر په تېرو اتو کلونو کې د برېتانیا لومړنی لومړی وزیر دی، چې بیجېنګ ته سفر کوي.
سټارمر د غونډې په پیل کې شي جېن پېنګ ته وویل: «چین په نړۍواله کچه یو مهم لوبغاړی دی او دا اړینه ده، چې موږ ډېرې پېچلې او پرمختللې اړیکې جوړې کړو». شي جېن پېنګ بیا ویلي، چې بیجېنګ د اوږدمهاله ستراتیژیکې ملګرتیا پراختیا ته چمتو دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w257w
دکمه بازگشت به بالا