IOM: په افغانستان کې د بې‌ځایه کېدو ډېری پېښې د اقلیمي پېښو له امله دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ رُبع کې په افغانستان کې د بې‌ځایه کېدو شاوخوا ۷۹ سلنه پېښې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له امله رامنځته شوي دي.
راپور زیاتوي چې وچکالۍ، سېلابونه او زلزلې په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي او د ژوند شرایط یې سخت کړي دي.
له دې سره، د ایران او پاکستان له لوري د راستنېدونکو زیات بهیر هم پر هغو سیمو فشار زیات کړی چې له مخکې د چاپېریالي آفتونو له اغېزو سره مخ وې.
د IOM په وینا، بې‌ځایه شوي خلک اوس له خوراک، سرپناه او صحي خدماتو کمښت سره مخ دي او د نړیوالو مرستو اړتیا یې زیاته شوې ده.
دغه راپور د افغانستان په هغو سیمو کې د اقلیمي پېښو اغېزونه څرګندوي او د نړیوالو سازمانونو پام پر دې اړخ اړوي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره عاجل اقدامات وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s354h
دکمه بازگشت به بالا