اڅکزي د پاکستان د بحران حل لپاره نوی فورمول وړاندې کړ

د پاکستان د اپوزیسیون مخکښ سیاستوال محمود خان اڅکزي د هېواد د روان سیاسي بحران د حل لپاره «اڅکزی فورمول» وړاندې کړی دی.
نوموړي پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، پاکستان باید رښتینی ولسواک نظام، خپلواک اساسي قانون او له سانسور پرته آزاد مطبوعات ولري.
هغه ټینګار کړی، چې پوځ باید له سیاست څخه لرې پاتې شي او یوازې د ملي دفاع او پولو ساتنې ته پام وکړي.
اڅکزي ویلي، منتخب پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وي، ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي او یو لنډمهاله ملي حکومت دې د آزادو او عادلانه ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي له سیاسي ګوندونو او خپلواکو شخصیتونو هم غوښتي، که تر دې غوره طرحه لري، له خلکو سره دې شریکه کړي.
تر اوسه د پاکستان حکومت د «اڅکزي فورمول» په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



