بنو کې پر امنیتي پوستې برید؛ شاوخوا ۲۰ پاکستاني پولیس وژل شوي

د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پولیسو پر یوې امنیتي پوستې خونړی برید شوی، چې له امله یې شاوخوا ۲۰ پولیس وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، برید تېره شپه د موټر بم په چاودنه پیل شو او وروسته وسله‌والو کسانو پر پوستې او شاوخوا امنیتي ځواکونو پراخ بریدونه وکړل.

سرچینې وایي، له چاودنې وروسته سختې نښتې هم رامنځته شوې او بریدګرو پر مرستندویه ځواکونو هم بریدونه کړي دي.

امنیتي سرچینو ویلي، د برید پر مهال له ۱۵ ډېر پولیس په پوستې کې موجود وو او د مرګ‌ژوبلې شمېر ښايي نور هم لوړ شي.

ځینو راپورونو کې راغلي، چې بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکې یا ډرونونه هم کارولي دي.

له پېښې وروسته امبولانسونه او اضافي پاکستاني امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د بنو په دولتي روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د «اتحاد المجاهدین» په نوم یوې وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت منلی، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د وروستۍ مرګ‌ژوبلې بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي.

په وروستیو میاشتو کې خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي، چې له امله یې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې هم پراخې شوې دي.

دکمه بازگشت به بالا