خلکو د تعویذ لیکونکو د فعالیتونو څار غوښتنه کړې

د سـريع خبري اژانس د «خلکو غږ» څانګې ته یو شمېر خلکو شکایتونه رارسېدلي، چې د تعویذ لیکونکو فعالیتونه د ټولنې لپاره زیانمن ګڼي او د ځینو کورنیو لپاره یې د ستونزو لامل بللي دي.

شکایت کوونکي وايي، په ځینو مواردو کې د تعویذ لیکونکو له خوا داسې ادعاوې کېږي چې ګواکې د بېلابېلو کورنیو ستونزې، په ځانګړي ډول د بې اولادۍ مسایل، حل کولای شي، خو د خلکو په وینا دا ډول کړنې علمي او طبي بنسټ نه لري او پر کورنیو یې منفي اغېزې کړې دي.

دوی ټینګار کوي چې دغه ډول فعالیتونه باید وڅارل شي او د ټولنې د روغتیا او عامه پوهاوي لپاره باید د رسنیو او اړوندو ادارو له خوا د پوهاوي پروګرامونه ډېر شي، څو خلک له ناسمې لارښوونې او ګمراه کوونکو ادعاوو څخه خوندي پاتې شي.

شکایت کوونکو له مسوولو ادارو غوښتنه کړې چې د داسې کسانو د فعالیتونو د تنظیم او څار لپاره لازم اقدامات وکړي، څو د ټولنې باور او روغتیا ته زیان ونه رسېږي.

دکمه بازگشت به بالا