خلیلزاد: پاکستان له امریکا سره دوه‌ګونی سیاست لري

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، داسې راپورونه شته چې د پاکستان پوځ د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا ترڅنګ ځینې پوځي تحرکات هم مدیریت کړي دي.

خلیلزاد زیاتوي، د پاکستان د سیاستونو په اړه اوږدمهاله بحثونه موجود دي او دا هېواد په تېرو څو لسیزو کې له بېلابېلو نړیوالو لوریو سره همکارۍ او اختلاف دواړه لرلي دي.

هغه د بېلابېلو تاریخي پېښو لکه د اټومي پروګرام پرمختګ، له سپټمبر یوولسمې وروسته د افغانستان وضعیت او د اسامه بن لادن قضیه د بېلګو په توګه یادوي، او وايي دا موضوعات د پاکستان د سیمه‌ییز او نړیوال سیاست د پیچلتیا ښکارندویي کوي.

دکمه بازگشت به بالا