د ایران سفارت د سپینې ماڼۍ ویاندې ته په انتقادي لحن مبارکي ورکړه

په ارمنستان کې د ایران سفارت د سپینې ماڼۍ د ویاندې د لور د زېږېدو مبارکي ورکړې، خو ورسره یې د امریکا پر سیاستونو توندې نیوکې هم کړې دي.
د ایران سفارت په خپل پیغام کې لیکلي: «تاسو ته مبارکي وایو، ماشومان بېګناه او د مینې وړ دي»، خو ورپسې یې هغې پېښې ته اشاره کړې چې پکې میناب کې ۱۶۸ ماشومان وژل شوي وو او د امریکا حکومت پرې چوپ پاتې شوی و.
سفارت په انتقادي لحن ویلي، امریکا د بشري حقونو او ماشومانو د خوندیتوب شعارونه ورکوي، خو د نړۍ په بېلابېلو جګړو او بریدونو کې د ملکي ماشومانو د وژل کېدو پر وړاندې دوهګونی چلند خپلوي.
په پیغام کې ټینګار شوی، کله چې د ماشومانو او بشري ارزښتونو خبره کېږي، باید د ټولو ملکي قربانیانو درد ته یو شان پام وشي، نه دا چې یوازې سیاسي ګټې په نظر کې ونیول شي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي ترینګلتیا لا هم روانه ده او دواړه هېوادونه وخت ناوخت د بشري حقونو او سیمهییزو مسایلو په تړاو یو پر بل نیوکې کوي.



