عراقچي: امریکا د ډیپلوماسۍ پر ځای پوځي فشار زیاتوي

د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د امریکا پر وروستیو سیاستونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، هر ځل چې د کړکېچونو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لار هواره شي، واشنګټن بیا پوځي فشارونو او اقداماتو ته مخه کوي.

عراقچي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، د امریکا دا ډول چلند نه یوازې سیمه‌ییز وضعیت ترینګلی کوي، بلکې د سیاسي تفاهم او خبرو اترو فرصتونه هم له منځه وړي.

د هغه په وینا، دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا دا یوازې د فشار راوستلو یوه ناسمه تګلاره ده، که داسې کړۍ شته چې غواړي د امریکا حکومت یو ځل بیا نوي بحران ته ټېل وهي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران به هېڅکله د فشار او ګواښ پر وړاندې تسلیم نه شي، خو زیاته کړې یې ده چې د دغو سیاستونو تر ټولو لوی زیان تل ډیپلوماسۍ ته رسېږي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور او وروستي تحرکات د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړې ده.

دکمه بازگشت به بالا