عراقچي د برېکس غونډې لپاره هند ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، روانه اونۍ د برېکس بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون په موخه نوي ډیلي ته سفر وکړي.

دغه سفر به د غويي په ۲۴مه او ۲۵مه، چې د مې له ۱۴مې او ۱۵مې نېټو سره سمون لري، ترسره شي.

سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون ته یوې سیمه‌ییزې سرچینې ویلي، دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې سیمه له مهمو سیاسي او امنیتي بدلونونو سره مخ ده او د برېکس غړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې سلا مشورې زیاتې شوې دي.

ټاکل شوې د برېکس بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د هند په کوربتوب ترسره شي، چې پکې به د سیمه‌ییزو تحولاتو، اقتصادي همکاریو، څو اړخیزو اړیکو او نړۍوال امنیت اړوند پر مهمو موضوعاتو خبرې وشي.

شنونکي باور لري، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ګډون د سیمې د وروستیو تحولاتو او د برېکس غړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا له پلوه ځانګړی اهمیت لري.

دکمه بازگشت به بالا