ټرمپ بیا د ایران په اړه جنجالي ادعاوې وکړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر ضد پاروونکې څرګندونې کړې او ادعا یې کړې چې ګواکې د ایران خلک د خپل حکومت پر ضد د پراخو اعتراضونو اراده لري، خو د وسلو د نشتوالي له امله نه شي کولای منظم اقدام ترسره کړي. نوموړي همداراز ویلي، واشنګټن تمه لرله چې کردي ډلې به د حکومت ضد خوځښتونو لپاره د وسلو ملاتړ برابر کړي، خو د هغه په وینا دا ژمنه عملي نه شوه.
د ټرمپ دغو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي او ګڼو شنونکو دا خبرې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.
سیاسي څارونکي باور لري چې امریکا له کلونو راهیسې د فشار، بندیزونو او بېثباتۍ د سیاست له لارې هڅه کړې په سیمه کې خپلې موخې پر مخ یوسي.
ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له ایران سره د اوربند وضعیت ډېر نازک شوی او د دوام امکان یې تر یوې سلنې پورې راکم شوی دی.
د نوموړي وروستۍ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي او د امریکا له لوري د فشار سیاستونو پر دوام نیوکې کېږي.



