یاسمین انصاري د ټرمپ د لرې کولو غوښتنه وکړه

د امریکا د کانګرېس غړې یاسمین انصاري پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې کړې او د هغه د لرې کولو لپاره یې د اساسي قانون د ۲۵م تعدیل د کارولو غوښتنه کړې ده.
نوموړې ټرمپ د ملي امنیت لپاره ګواښ بللی او ویلي یې دي چې یاد تعدیل د همدې ډول حالاتو د مخنیوي لپاره په اساسي قانون کې شامل شوی دی.
انصاري همداراز د امریکا له لوري د شریف تخنیکي پوهنتون پر برید نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا یو مهم علمي بنسټ دی چې ګڼ شمېر انجنیران یې روزلي او په نړیواله کچه یې په ټکنالوژۍ کې مهم رول لوبولی دی.
هغې زیاته کړې چې په داسې ښار کې چې میلیونونه وګړي پکې ژوند کوي، پر یو علمي مرکز برید د پوښتنې وړ اقدام دی.



