سپاه: هرمز تنګی به پخواني حالت ته ونه ګرځي

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو قومندانۍ ویلي، هرمز تنګی به هېڅکله خپل پخواني حالت ته ونه ګرځي، په ځانګړي ډول د امریکا او اسراییلو لپاره.

یادې قومندانۍ ټینګار کړی چې د فارس خلیج کې د نوي نظم د رامنځته کولو پلان د بشپړېدو پړاو ته نږدې شوی او دا به د سیمې امنیتي وضعیت بدل کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته مهلت ورکړی، څو هرمز تنګی پرانیزي، ګنې د دغه هېواد پر مهمو تاسیساتو د برید ګواښ کړی دی.

دکمه بازگشت به بالا