ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې به د مې له ۹مې تر ۱۱مې پورې درې ورځنی اوربند نافذ شي، څو د جګړې د کمېدو او د سیاسي تفاهم لپاره زمینه برابره شي.
ټرمپ پر خپلې «ټروث سوشیل» پاڼې لیکلي، د اوربند پر مهال به ټول پوځي بریدونه او جګړهییز فعالیتونه ودرول شي او دواړه لوري به د بندیانو د تبادلې بهیر هم چټک کړي.
نوموړي هیله ښودلې، چې دا لنډمهالی اوربند د هغې اوږدې او خونړۍ جګړې د پای پیل وګرځي، چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي او پراخ زیانونه اوښتي دي.
هغه همداراز ویلي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره روانې خبرې مثبت لوري ته روانې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم لپاره هڅې دوام لري.
دا اعلان داسې مهال کېږي، چې د روسیې او اوکراین جګړه لا هم د نړۍ له مهمو بحرانونو څخه ګڼل کېږي او نړیواله ټولنه د دایمي اوربند او سیاسي حل غوښتنه کوي.



